د هېواد په ١٠ ولایتونو کې د اکسیجن د تولید دستګاه وؤ پر نصب او فعالولو باندې د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه ټنیګار

Panah_moph
دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۱ - ۱۲:۲۵
د هېواد په ١٠ ولایتونو کې د اکسیجن د تولید دستګاه وؤ پر نصب او فعالولو باندې د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه ټنیګار

دوشنبه، زمری ١١/١٤٠٠

د عامې روغتیا وزارت، سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن له لرې لارې د یونسیف ادارې استازي او د هغوی له مل ټیم سره د اکسیجن د تولید دستګاه وؤ د تدارکاتي پروسې پر وړاندې د شته ننګونو په اړه بحث وکړ.

په دې ناسته کې، هغه ننګونې چې د تدارکاتو او تخنیکي کارونو په پروسه کې د اکسیجن د تو لید دستګاه وؤ د نصب او فعالولو په پار چې د یونسیف ادارې لخوا له دوه شرکتونو سره شوي وؤ د یونسیف له استازي سره شریکې شوې او د دې ستونزې پرحل هوکړه وشوه.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست په اړمنو ولایتونو کې د اکسیجن د تولید دستګاه وؤ پر نصب او فعالولو باندې ټینګار وکړ او ویې ویل چې په هېواد کې د کورونا وضعیت له امله یو شمېر ولایتونه د اکسیجن د تولید دستګاه وؤ ته ډېره اړتیا لري.

په ورته وخت کې، د یونیسف ادارې استازي د موجوده ننګونو د حل په پار د همکارۍ ژمنه وکړه او ویې ویل چې زموږ همکاران به د عامې روغتیا وزارت د اړوندو څانګو استازو سره په ګډه ناسته کې کار وکړي ترڅو دا ننګونه حل کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۴۵
Background image

د مرکزي روغتونونو د ادارې څانګې مسؤولینو او کارکوونکو ته د بېلا بېلو کمپيوټري پراګرمونو درې ورځنې روزنیز ټريننګ ترسره شو

د یاد روزنیز ټریینګ موخه د هېواد د روغتیا سکتور د اداري برخې کارکوونکو د ظرفیتونو لوړل دي، چې په همدې موخه د عامې روغتیا وزارت ارتقاﺀ ظرفیت رياست له لوري د دې وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۸ - ۹:۳۲
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزير ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د IRC, ACF, Save the children, IMC او HNTPO مؤسسو له استازو سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د روغتیا په برخه کې د یادو مؤسسو له لوري په ترسره شویو فعالیتونو، د معیاري روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کېدو، غوره همغږۍ او ورته نورو موضوعاتو بحث او خبرې ترسره شوې.

د. . .

BACK TO NEWS