د ډاکټر مظفر شاه د شهادت په مناسبت د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ د غمرازۍ پیغام
په ډېرې خواشینۍ سره خبر شو چې تېره شپه د یو تن زیار کښ د عامی روغتیا سکتور کارکوونکی ډاکټر مظفر شاه د وسله والو غلو لخوا وژل شوئ دی.
انالله و انا الیه راجعون
د عامې روغتیا وزارت رهبري د ډاکټر مظفر شاه شهادت د روغتیا سکتور ته لوی زیان ګڼي، د ډاکټر مظفر شاه وژنه او د جمهوریت روغتون د جراحي خدمتونو د مسؤل ډاکټر محب الله بارکزي تښتونه په کلکه غندي او د روغتیا ټولنې له فرد فرد څخه ملاتړ خپل مسؤولیت ګڼي.
د عامې روغتیا وزارت مشرتابه د روغتیايي کارکونکو د نا امنۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړې او په امنیتي چارواکو یې غږ کړی چې د روغتیایي کار کوونکو د ژوند او ځان خوندیتوب برخه کې لا ډېره هڅه وکړي.
د عامې روغتیا وزارت رهبري او مسؤولین د مرحوم مظفر شاه شهادت په پار د ده همکارانو او ملګرو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي او د لوی خدای ج له درباره شهید ته جنت الفردوس، کورنۍ او دوستانو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوي.