د کندهار ولایت روغتیایي کړنې او ستونزې و ارزول شوې

Panah_moph
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۷ - ۱۲:۵۷
د کندهار ولایت روغتیایي کړنې او ستونزې و ارزول شوې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت، د عامې روغتیا نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني نن د یوې ناستې په ترڅ کې، د کندهار ولایت روغتیايي کړنې او ستونزې و ارزولې، د عامې روغتیا وزارت مشرتابه موده وړاندې یو پلاوی کندهار ولایت ته استولی وؤ، تر څو ددې ولایت روغتیایي کړنې او ستونزې له نږدې وڅېړي.

دغه پلاوي په کندهار ولایت کې، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالي، ځانګړي ډول د واکسین خدمتونه، لومړني او روغتوني روغتیايي خدمتونه، د عامې روغتیا ریاست او پلي کونکو ادارو لخوا روغتیايي خدمتونو اداره کولو څرنګوالی، روغتیایي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی، شته ستونزې، لاسته راوړنې او په دې ولایت کې د روغتیایي لګښتونو په اړه خپل ګزارش وړاندې کړ.

ډاکټر احمد جواد عثماني، د دغه ولایت روغتیایي کړنو ارزولو پرمهال، د اړوندو ادارو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې د روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام ادارې له مسؤلینو سره په ګډه غونډه کې، د کندهار ولایت روغتیایي وضعیت د ښه کولو څرنګوالی له دوی سره شریک او پرېکړه وکړي.

همدا ډول د عامې روغتیا وزارت نوماند ولایتونو ته د مرکز څخه لېږل شوي تجهیزاتو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: وروسته له دې چې کوم تجهیزات له مرکز څخه ولایتونو ته استول کېږي، په همدې پار چې توکي پر وخت د روغتونونو په واک کې ورکړل شي نو د ولایتونو عامې روغتیا ریاستونو ته نه بلکې مستقیم ډول به د روغتیایي خدمتونو پلي کونکو مؤسسو ته سپارل کېږي.

په دې ناسته کې ګډونوالو په کندهار ولایت کې د روغتیایي ستونزو حلولو څرنګوالي په اړه بحث وکړ او په دې ولایت کې شته ستونزو د حل په موخه خپل وړاندیزونه او نظریات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۵
Background image

د جمهوریت روغتون د ریفورم په اړه ناسته تر سره شوه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې د چارو ترسره کولو په موخه د ریاست الوزرا اداري مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ګمارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو او روغتیايي پرسونل سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د اړمنو هېوادوالو. . .

BACK TO NEWS