۳۰۰ تنه معتادین د ابن سینا زربستریز روغتون کې د درملنې دورې تر بشپړولو وروسته خپلو کورونو ته ستانه شول

Panah_moph
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۲۰ - ۱۵:۴۴
۳۰۰ تنه معتادین د ابن سینا زربستریز روغتون کې د درملنې دورې تر بشپړولو وروسته خپلو کورونو ته ستانه شول

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا وزارت په مخدره توکو ۳۰۰ تنه روږدي کسان چې د پاملرنې او درملنې دوره يې د ابن سینا زربستریز روغتون کې بشپړه او روغ شوي وؤ نن د یوې ناستې په ترڅ کې رخصت شول.

دغه ۳۰۰ تنه د درملنې لپاره له ننګرهار ولایت څخه د ابن سینا د معتادینو زر بستریز روغتون ته انتقال شوي وؤ.

د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني د دې روږدو/معتادینو درملنه په هېواد کې د روږدو کسانو د درملنې کمولو برخه کې لویه بریا وبلله او ویې ویل: د ننګرهار ولایت روږدو کسانو درملنې برخه کې د لاسرسي په پار موږ تصمیم ونیو، چې د دې ولایت یوشمېر روږدي کسان کابل ته انتقال او د تر پاملرنې لاندې یې ونیسو، چې په خوښي سره نن یې د درملنې دورې تر بشپړولو وروسته روغ او له خپلو کورنیو سره یوځای کېږي.

د عامې روغتیا وزارت نوماند په هېواد کې د معتادینو د درملنې د زیاتوالي پر اړتیا ټینګار وکړ او یادونه یې وکړه چې دغه وزارت په هېواد کې د معتادینو د کمولو لپاره د برنامې له بیاکتنې وروسته به يې د دغه وزارت په اساسي برنامو کې ځای پرځای کړي.

د عامې روغتیا نوماند وزیر د خپلو خبرو په دوام وویل: چې دا مهال ۲.۵ ملیون تنه په هېواد کې له نشه یې توکو څخه استفاده کوي چې له دې جملې څخه نږدې نیم ملیون په نشه یي توکو روږدي دي.

هغه همدارنګه په کابل کې په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې مرکرونو له ډېرولو خبر ورکړ او څرګنده یې کړه چې د کابل ښاروالۍ په همکارۍ به په کابل کې په نشه یي توکو روږدو کسانو د درملنې څو مرکزونه جوړ شي.

په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې د ننګرهار ولایت د خلکو استازې میرمن انیسه عمراني د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ څخه د دې شمېر معتادینو د درملنې په برخه کې د هغوی د هڅو له امله مننه وکړه او د ډاکټرانو هڅې یې وستایلې چې د دې معتادینو د درملنې لپاره کار کوي.

له بلې خوا د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې رئیس ښاغلي محمد کبیر ابراهیم خېل په هېواد کې د مخدره توکو کارول یوه جدي ننګونه بولي او ټینګار کوي چې د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو قاچاق کونکو او اکمال کونکو د موندلو او نیولو برخه کې هېڅ ډول هڅه ونه سمپوي.

د یادونې وړ ده چې په کابل کې د روږدو کسانو د راټولولو کمپاین په دوام به ۴۰۰ تنه نور روږدي کسان د دغه وزارت لخوا راټول او تر درملنې لاندې ونیول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۵
Background image

د جمهوریت روغتون د ریفورم په اړه ناسته تر سره شوه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې د چارو ترسره کولو په موخه د ریاست الوزرا اداري مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ګمارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو او روغتیايي پرسونل سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د اړمنو هېوادوالو. . .

BACK TO NEWS