ټول خبرونه
د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ښاغلي ډاکتر عنایت الله عنایت په مشرۍ د خصوصي سکټور د روغتیایي مرکزونو د ستونزو حل په موخه د همغږۍ غونډه تر سره شوه
په یاده غونډه کې د خصوصي سکټور د همغږۍ رئیس ښاغلي داکتر احمد خندان، د روغتیايي تاسیساتو د پلټنې رئیس ښاغلي مولوي محمود الله زاهد، د طبي شورا د ډاکترانو او روغتیايي کارکونکو د ثبت او. . .
کندز ولایت کې د څه باندې دوه نیم میلیونه افغانیو په لګښت د یو روغتیايي مرکز د بیا رغونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
یاد روغتیايي مرکز چې په ګل تپې ولسوالۍ کې موقیعت لري، څلور میاشتې وړاندې یې د بیا رغونې چارې د جک مؤسسې په همکارۍ پیل شوې وې، اوس یې چارې بشپړې او د کندز د عامې روغتیا ریاست د مسؤلینو. . .
د ٢.٢ میلیونه افغانیو په لګښت د کونړ ولایت سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د پشد فرعي روغتیایي مرکز د تعمیر د جوړېدو ډبره کېښودل شوه
یاد تعمیر د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام په مالي همکارۍ منظور شوی، د جوړېدو چارې یې پیل او په راتلونکو درې میاشتو کې به بشپړې شي، چې په جوړیدو سره به یې د سیمې ۳۰۰۰ نه تر ۷۰۰۰ تنه. . .
د روږدو ناروغانو د درملنې ملي برنامې رئیس، الحافظ انعام الله عمار او مل پلاوي د ننګرهار ولایت د روږدو ناروغانو درملنې ۱۷۰ بستریز روغتون څخه نظارت وکړ
یاد نظارت کې د روږدو ناروغانو د درملنې ملي برنامې رئیس د روغتون له ټولو برخو څخه لیدنه وکړه، په ترسره کېدونکو خدماتو یې خوښي وښوده او مسؤلینو ته یې د لا ښه خدمتونو وړاندې کولو په موخه. . .
د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت الله عنایت د روغتیا نړیوال سازمان او ګېټس بنسټ (Gates Foundation) له استازو سره انلاین غونډه ترسره کړه
یاده غونډه کې په سپینو ساحو کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو، د یو واحد معلوماتي سیسټم رامنځته کولو او د موازي سیسټمونو د ادغام په اړه هر اړخیز بحث او خبرې وشوې.
په دې غونډه کې. . .
۱۷ تنو ته د بېړنیو او لومړنیو خدمتونو (Basic Emergency care) تر عنوان لاندې پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو
یاد ورکشاپ د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انسټېټیوټ په تالار کې د مرکز او ولایتونو په کچه ۱۷ مسلکي کارکوونکو ته پیل شو، چې موخه یې په ولایتي کچه د روغتیايي پرسونل او مسؤلینو ظرفیت لوړول. . .
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د لپراسکوپي جراحي د لومړۍ دورې فراغت غونډه کې ګډون وکړ
یاده غونډه چې د استقلال ملي او تخصصي روغتون په نوښت د لپراسکوپي جراحي څانګې څخه د ۲۰ تنو متخصصو ډاکټرانو د فراغت په ویاړ جوړه شوې وه، په کې د عامې روغتیا وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو، د. . .
د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني او مل تخنیکي ټیم کندهار ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي ملا محمد شيرين آخند سره لیدنه ترسره کړه
په دې لیدنه کې د روغتیایي خدماتو ښه والي او شته ستونزو د حل په اړه خبرې وشوې، د کندهار والي ملا محمد شيرين آخند ژمنه وکړه، چې ولایتي اداره به له مرکزي ادارې سره په ګډه د روغتیا برخې. . .
د Handicap International پروژې څخه د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس څارنه وکړه
د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي او ورسره مل پلاوي په کابل ولایت کې د Handicap International مؤسسې اړوند د معلولیت لرونکو کسانو د اړتیاوو پوره کولو پروژې څخه. . .