لیکنې
روغتیایی پیغام!
د لاس څخه د وینې بهېدنې په صورت کې د دسمال په وسیله لاس په غاړه کې واچوئ؛ ترڅو بې حرکته شي او د وینې ضایع کېدو مخنیوی وشي.

روغتیايي پیغام!
د دې لپاره چې خپله روغ شئ او د نري رنځ ناروغۍ میکروب مو د کورنۍ نورو غړو ته انتقال نه شي په خپل سر د نري رنځ درمل مه بندوئ.

روغتیايي پیغام!
هغه ماشومان چې ذهني کمزورتیا ولري کولای شي ځیني مهارتونه زده کړي، له دې کبله هغوې ته مکررې زده کړې ورکړئ.

روغتیايي پیغام!
د مهاجرتونو او په کمپونو کې د خلکو راټولېدنې په وخت کې ناروغۍ ژر خپریږي، نو په داسې حالاتو کې باید خپل ماشومان واکسین کړئ.

روغتیايي پیغام!
ملاریا یوه خطرناکه ناروغي ده، چې د غوماشي په واسطه له ناروغ څخه روغ شخص ته لېږدول کېږي او ماشومان او امېندواره مېرمنې یې له ډېر خطر لاندې وي

روغتیايي پیغام!
د سترګو کمزورتیا په هر عمر کې شتون لري او ښوونځي ته د زده کوونکو د نه لېوالتیا یو لامل ممکن د دوی د سترګو کمزوري وي، چې باید د درملنې په موخه د سترګو ډاکټر ته مراجعه وکړي.

روغتیايي پیغام!
درمل د رواني ستونزو څخه د رغېدو یوازینۍ لاره نه ده، بلکې د درملو ترڅنګ ټولنیزې رواني مشورې هم د رواني ستونزو د بشپړې درملنې لامل کېږې.

روغتیايي پیغام!
شری د ماشومتوب دورې یوه وژونکې ناروغي ده، له دې کبله خپل ماشومان په ۹ میاشتینۍ او یو نیم کلنۍ کې د شري په وړاندې واکسین کړئ.
