لیکنې

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۹:۳۷

روغتیایي پیغام!

د ماشومانو هېر شوي واکسینونه:

ګرانو هېوادوالو! هغه ماشومان چې له واکسین څخه پاتې شوي وي، مهرباني وکړئ روغتیایي مرکزونو ته یې یوسئ او پر وخت ورته واکسین تطبیق کړئ، ځکه دا کار د هغوی ښه او روښانه راتلونکی جوړوي.

د ماشومانو روغتیا د کورنیو او ټولنې ګډ مسؤلیت دی.

Health message

 

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۱۳

روغتیايي پیغام!

واکسین د وژونکو ناروغیو مخه نیسي.

ماشوم مو مخکې له دې چې ناروغ شي، واکسین یې کړئ. واکسین د ماشوم روغتیا ساتي او د وژونکو ناروغیو خطر له منځه وړي؛ ځکه چې وقایه له درملنې څخه غوره او زیاته خوندي ده.

Health message

 

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۱:۳

روغتیایي پیغام!

ککړه هوا څوک ګواښي؟

ککړه هوا تر ټولو زیات ماشومانو، امیندواره ښځو او زاړه کسانو ته زیان رسوي. دا د ماشومانو وده کمزورې کوي او امیندواره ښځې له جدي روغتیایي ستونزو سره مخ کوي.

Health message

 

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۹:۵۸

روغتیایي پیغام!

ګرانو هېوادوالو!

هغه ټولنه چې د ککړې هوا تر اغېز لاندې وي، هلته د زړه ناروغۍ، ساه لنډي او نورې تنفسي ناروغۍ زیاتې رامنځته کېږي، ځکه دا ناروغۍ د هوا د ککړتیا له امله پیدا کېږي. پاکه هوا زموږ د روغتیا سبب ګرځي.

Health message

 

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۹

روغتیایي پیغام!

د سینه‌ بغل نښې

ګرانو هېوادوالو!

د سینه‌ بغل ناروغۍ مهمې نښې، ساه بندي، تبه، د سینې درد او ټوخی دی. که څوک په دې ناروغۍ اخته شي، باید استراحت وکړي، ډېرې اوبه وڅښي او د ډاکټر سپارښتنې عملي کړي؛ څو ژر روغ شي.

Health message

 

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۳:۳۹

روغتيايي پيغام!

 ګرانو هېوادوالو:

پاکه هوا سالمه ټولنه او روښانه راتلونکې تضمینوي. نو راځئ چې د ځان او خپلو ماشومانو لپاره چاپېریال له ککړتیا څخه وساتو، دا زموږ ګډ انساني او اخلاقي مسؤلیت دی.

Health message

 

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۴

روغتیايي پیغام!

ګرانو هېوادوالو!

که په ماشومانو او لویانو کې لاندې نښې ولیدل شي، کېدای شي  په حاد تنفسي انتان اخته وي لکه؛ د پوزې بندېدل یا له پوزې څخه د اوبو راتلل، د ستوني درد، ټوخی، ستړیا او د بدن درد.

Health message

 

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۲:۸

روغتیایي پیغام!

 

ګرانو هېوادوالو!

حاد تنفسي انتان یوه حاده تنفسي ناروغي ده، چې د ساه اخیستلو په طبیعي بهیر کې ګډوډي او ستونزې رامنځته کوي. په چټکۍ سره تنفسي سیستم اغېزمنوي او پوزه، ستونی او سږي زیانمنوي. که په دې ناروغۍ اخته یاست، نو ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

Health message

 

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۰:۱۲

روغتيايي پيغام:

له رواني ناروغانو سره تاوتريخوالی مه کوئ، هغوی په ځنځيرونو مه تړئ او مه يې په ګواښ او وېرولو ځوروئ؛ پر ځای يې د درملنې لپاره اړوندو روغتيايي مرکزونو ته يوسئ او درملنه يې وکړئ.

Health message

 

Pagination