لیکنې
روغتیايي پیغام!
خواړه یواځې د یو وخت لپاره پاخه کړئ؛ ځکه چې تازه خواړه له پاتې شویو خوړو څخه ښه او روغتيايي دي.

روغتیايي پیغام!
د نري رنځ سره مبارزه د هېواد د ټولو وګړو دنده ده، نو د مخنیوي په لارو چارو کې یې ونډه واخلئ.

روغتیايي پیغام!
د سترګو د روغتیا ساتلو لپاره، لږ تر لږه په کال کې یو ځل خپلې سترګې د سترګو په ډاکټر معاینه کړئ.

روغتیایي پیغام !
خواړه له پخولو وروسته وخورئ او د ډېر وخت لپاره یې په ګرم ځای کې مه ساتئ؛ تر څو د خرابېدو مخنیوی یې وشي اوستاسې د ناروغۍ لامل نه شي.

روغتیايي پیغام!
پخوونکي او هغه خلک چې په پخلنځي کې د خوړو په جوړولو بوخت وي باید تل خپل لاسونه د کار شروع کولو دمخه په صابون او اوبو ومینځي، دستکشې وکاروي، خپل نوکان لنډ او پاک وساتي؛ تر څو د خوړو د ککړتیا مخه ونیول شي.

Health Message !
که سوځېدنه سطحي وي، نو ژر تر ژره سوځیدلی ځای د ۱۰ تر ۱۵ دقیقو لپاره د سړو اوبو لاندې ونیسئ؛ تر څو د سوي او درد څخه یې مخنیوی وشي

روغتیایي پیغام !
نوي زیږیدلي ماشوم ته د پیدایښت وروسته په لومړي ساعت کې د مور لومړنۍ شیدې (ورږه) چې زیړ رنګ لري ورکړئ؛ ځکه چې دا د واکسین په څېر ستاسې ماشوم د میکروبي او ورته نورو ناروغیو څخه ساتي.

روغتیايي پیغام!
ټول درمل د ماشومانو د لاسرسي څخه لرې وساتئ؛ تر څو په خپل سر یې ونه خوري او د ناوړه پېښو لامل نه شي.

روغتیایي پیغام!
د ناروغیو څخه د مخنیوي لپاره، د اوبو له سرچینو څخه اوبه کور ته په پاکو او پوښل شویو لوښو کې انتقال او ذخیره کړئ؛ ترڅو اوبه میکروبي نه شي.
