لیکنې
روغتیایي پیغام!
د سینه بغل نښې
ګرانو هېوادوالو!
د سینه بغل ناروغۍ مهمې نښې، ساه بندي، تبه، د سینې درد او ټوخی دی. که څوک په دې ناروغۍ اخته شي، باید استراحت وکړي، ډېرې اوبه وڅښي او د ډاکټر سپارښتنې عملي کړي؛ څو ژر روغ شي.
روغتيايي پيغام!
ګرانو هېوادوالو:
پاکه هوا سالمه ټولنه او روښانه راتلونکې تضمینوي. نو راځئ چې د ځان او خپلو ماشومانو لپاره چاپېریال له ککړتیا څخه وساتو، دا زموږ ګډ انساني او اخلاقي مسؤلیت دی.
روغتیايي پیغام!
ګرانو هېوادوالو!
که په ماشومانو او لویانو کې لاندې نښې ولیدل شي، کېدای شي په حاد تنفسي انتان اخته وي لکه؛ د پوزې بندېدل یا له پوزې څخه د اوبو راتلل، د ستوني درد، ټوخی، ستړیا او د بدن درد.
روغتیایي پیغام!
ګرانو هېوادوالو!
حاد تنفسي انتان یوه حاده تنفسي ناروغي ده، چې د ساه اخیستلو په طبیعي بهیر کې ګډوډي او ستونزې رامنځته کوي. په چټکۍ سره تنفسي سیستم اغېزمنوي او پوزه، ستونی او سږي زیانمنوي. که په دې ناروغۍ اخته یاست، نو ډاکټر ته مراجعه وکړئ.
روغتيايي پيغام:
له رواني ناروغانو سره تاوتريخوالی مه کوئ، هغوی په ځنځيرونو مه تړئ او مه يې په ګواښ او وېرولو ځوروئ؛ پر ځای يې د درملنې لپاره اړوندو روغتيايي مرکزونو ته يوسئ او درملنه يې وکړئ.
روغتیايي پیغام!
که چېرې سترګه د کیمیاوي موادو لکه چونې، تېزابو، د اور لمبې او یا ګاز له امله وسوځي، نو سترګه سمدستي په زيات مقدار پاکو اوبو ومینځئ او ناروغ ژر تر ژره د سترګو ډاکټر یا نږدې روغتیايي مرکز ته ورسوئ، څو د ناوړه پایلو مخه ونیول شي.
روغتيايي پیغام!
هغه کسان چې د خوړو پخولو او چمتو کولو برخه کې کار کوي، بايد تل د کار پيل کولو څخه مخکې لاسونه په اوبو او صابون ومينځي، د دستکشو څخه استفاده وکړي او نوکان لنډ او پاک وساتي؛ ترڅو د خوړو له ککړتيا څخه مخنيوی وشي.
روغتیایي پیغام!
د مکروب ضد درمل په منظم ډول او بشپړ دوز استعمال کړئ؛ تر څو ستاسو د ناروغۍ پر وخت درملنه وشي.
روغتيايي پيغام!
د سترګو د زیان او ټپونو مخنیوي لپاره د موټرسايکل او بایسکل چلولو پر مهال او هم په طوفاني ورځو کې له محافظتي يا ساتونکو عينکو څخه کار واخلئ.