د ساختمان یا سیول انجنیر Civil Engineer!
Publish Date
Closing Date
د د ندي موخه: د صحي ودانیو د ترمیماتي او مراقبتي چارو د ساحې لیدنه، د پروژو د تطبیق د کیفیت، پرمختګ او مراقبت
ارزونه او څارنه په ځانګړې توګه د عمومي روغتونونو (GH)او اساسي روغتیايي مرکزونو (BHC) او د وزارت د نورو اړوندو پروژو، د منظور شوي پلان، تخنیکي مشخصاتو او ملي او نړیوالو معیارونو سره سم، ترڅو د ودانیو د ساتنې، دوام، کیفیت او مؤثرې استفادې زمینه برابره او د وزارت ټاکل شوي اهداف په مؤثره او معیاري توګه ترلاسه شي.
اساسي دندې او مسؤلیتونه
- د عمومي روغتونونو (GH)او اساسي روغتیايي مرکزونو (BHC) او د وزارت د نورو اړوندو پروژو د ساختماني، ترمیماتي او بیا رغونې چارو ساحوي مراقبت او تخنیکي نظارت ترسره کول.
- د ساختماني او ترمیماتي چارو د کیفیت تضمنی (QA) په موخه د ساختماني موادو، اجرااتو او کاري میتودونو تخنیکي ارزونه
- د پروژو د تطبیق د کیفیت، پرمختګ، احجامو او تخنیکي مشخصاتو څارنه او د منظور شوو نقشو، ډیزاینونو، قرارداد او اړوندو معیارونو سره یې د مطابقت ارزونه.
- د موجوده صحي ودانیو د مراقبت، ساتنې، ترمیم او ساختماني ستونزو ارزونه او د حل لپاره یې مناسبې تخنیکي لارې چارې وړاندې کول.
- د ودانیو د استحکام او پیاوړتیا اړوند تخنیکي وضعیت ارزول او د اړتیا په صورت کې مناسبې تخنیکي حل لارې او نظریات وړاندې کول په ساحه کی په عملی توګه.
- د پروژو د مراقبت او نظارت پر مهال د قراردادي، مشاور، ولایتي روغتیايي ادارو او نورو اړوندو مراجعو سره لازم تخنیکي او کاري همغږي ترسره کول.
- د پروژو اړوند د طرحو، نقشو، BOQ، تخنیکي مشخصاتو او نورو اسنادو ترمنځ د مطابقت ارزونه او د موجودو تخنیکي ستونزو د اصلاح لپاره وړاندیزونه کول.
- د شته وادنیو د ساختمانونه د ساتتنی او مشکیلاتو د حل په موخه لازمه حل لاري واړندي کول.
- د ساختماني پروژو د سرته رسولو او جوړولو لپاره اسانتیاووي برابرول په ځانګړې توګه د ترمیماتو او بیا رغونې پروژو لپاره.
- د ودانیو د استحکام او پیاوړتیا لپاره معياري او تخنیکي نظرونه وړاندې کول.
- د پروژو په ډیزاین کې د اړونده څانګو سره همغږي او د میاشتني ، ربعوار او کلني راپورنو ترتیبول.
- د خپلو اړوند کارکوونکو مسلکي پوهه لوړول او د تجربو مؤثره کارونه په پروژو کې عملي کول.
- په تخنیکي چارو کې د نظر څرګندول او د معياري ستندردونو تطبیق.
ساختماني انجینر لاندې مکلفیتونه لري:
- د ساختماني کارونو ټول ساحوي فعالیتونه د منظور شوو Drawings، Designs، Specifications، BOQ او تخنیکي معیارونو مطابق نظارت او کنټرولول.
- د Foundation، Column، Beam، Slab، Wall، Staircase او نورو ساختماني عناصرو موقعیت، ابعاد، کیفیت او د اجرا څرنګوالی کنټرولول.
- د Excavation، Backfilling، Compaction، PCC، Reinforcement، Formwork، Concrete او Masonry کارونو ساحوي Inspection او تخنیکي نظارت ترسره کول.
- د ساختماني موادو کیفیت او د Concrete، Soil، Compaction او نورو اړوندو Tests د ترسره کېدو څارنه او د پایلو ارزونه کول.
- د Contractor د کارونو پرمختګ، کیفیت، اجرا شوي حجم او د Work Schedule مطابق فعالیتونه ارزول، اندازه کول او راپورول.
- د غیرمعیاري یا له منظور شوو اسنادو سره د مغایرو کارونو د اصلاح غوښتنه کول او د Quality Control او Safety معیارونو د رعایت څارنه کول.
- د Contractor لخوا وړاندې شوو Shop Drawings، Material Submittals، Method Statements، Test Reports او As-Built Drawings تخنیکي ارزونه او د ساختماني کارونو له منظور شوو اسنادو، ډیزاین او مشخصاتو سره د مطابقت کنټرولول.
مدیریتي دندې
د ساختمان انجنیر باید:
- د اړوند آمریت له عمومي پلان سره سم خپل کاري پلان ترتیب کړي.
- ورځني، میاشتني، ربعوار او کلني فعالیتونه تنظیم کړي.
- د پروژو د ساختماني برخې پرمختګ تعقیب کړي.
- د تخنیکي ستونزو لپاره حل لارې وړاندې کړي.
- د ساختماني کارونو د کیفیت او پرمختګ راپور آمر ته وړاندې کړي.
- د پروژې د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره له اړوندو ټیمونو سره همکاري وکړي.
- نورې هغه تخنیکي دندې ترسره کړي چې د اړوند آمر لخوا ورته سپارل کېږي.
. اړین تخنیکي سافټویرونه
- AutoCAD
- Revit Structure
- ETABS
- SAP2000
- SAFE
- Primavera P6 / MS Project
تحصیلي شرایط
-
- د (سیول انجینري) په رشته کې د لیسانس تحصیلي سند لرل، او په یادو برخو کې لوړه تحصیلي درجه لرل غوره ګڼل کېږي.
- کاري تجربه
- لږ تر لږه3-5کله اړونده کاري تجربه ولري.
- د ساختماني پروژو د ساحوي نظارت او کنټرول تجربه ولري.
- د Foundation، Excavation، PCC، RCC، Reinforcement، Formwork او Masonry کارونو د اجرا او نظارت تجربه ولري.
- د Structural او Architectural Drawings، Shop Drawings او As-Built Drawings د لوستلو او ارزونې تجربه ولري.
- د BOQ، Quantity Take-off، Cost Estimation او Technical Specifications په برخه کې تجربه ولري.
- د ساختماني موادو کیفیت، Material Testing، Inspection او Quality Control په برخه کې تجربه ولري.
- د Contractor د کارونو د پرمختګ، کیفیت، Work Schedule، ساحوي اندازهګیرۍ او راپور ورکولو په برخه کې تجربه ولري
د نوماند شرط:
نوماندان باید د اړوندو ۳۴ ولایتونو اصلي او فعلي اوسېدونکي وي. د نوماندانو شارټلېسټ کول به د تذکرې پر بنسټ ترسره کېږي.
محترمو کاندیدانو!
کولای شئ خپل سي وي (CV) په لاندې برېښنالیک پته ولېږئ، او یا هم د هغه هارډ کاپي د عامې روغتیا وزارت، د کارکوونکو چارو عمومي ریاست، د اعلاناتو او کاري موندنې عمومي مدیریت ته وسپارئ.
یادونه: مهرباني وکړئ د خپلې خوښې ولایت نوم د برېښنالیک په عنوان (Subject) کې په واضح ډول ولیکئ؛ که چېرې د ولایت نوم په عنوان کې مشخص نه شي، نو په دې برخه کې به بشپړ مسئولیت ستاسو پر غاړه وي.
د لا زیاتو معلوماتو او اړتیا په صورت کې، له لاندې شمېرې سره اړیکه ونیسئ:
د اړیکې شمېره: ۰۲۰۲۳۱۲۴۲۲