د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي کارکوونکو د خوندیتوب په تړاو ناسته ترسره شوه

Panah_moph
پنجشنبه ۱۳۹۹/۲/۱۸ - ۱۴:۳۸
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي کارکوونکو د خوندیتوب په تړاو ناسته ترسره شوه

د افغانستان اسلامي جمهوریت دعامې روغتیا وزارت د روغتیایي کارکوونکو د خوندیتوب او همدارنگه په هیواد کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره د مبارزی په تړاو ناسته ترسره کړه .
د عامې روغتیا د روغتیایي خدمتونو معین ډاکتر وحید مجروح په دغې ناسته کې د کارکوونکو د قدرداني او مننې ترڅنګ وویل چې : د تول هیواد په کچه د روغتیایی کارکوونکو غوندیتوب په بیا په اوسنیو بحراني شرایطو کې چې له کرونا سره د مبارزې مهم پړاو ده د عامې روغتیا وزارت د اساسی دندو څخه ده .
معین مجروح د افغان جاپان روغتون په تړاو چې تیره شپه په کرونا ویروس د اخته شوي یو کس د پایوازانو لخوا ددغه روغتون ځینی ډاکتران وهل او ټکوول شوي وو؛ وویل ، چې تیره ورځ مونږ د روغتیایی کارکوونکو په وړاندې د یوې بدې او نه بښونکې فاجعې شاهدان وو، هغه کارمندان چې حتی خپلو کورنیو څخه لری تښتی .
ډاکتر مجروح ددغه بد عمل په غندلو سره وویل : عامی روغتیا وزارت هیڅکله د خپلو کارکوونکو په وړاندې دغه ډول بد رفتاري نه مني، او له امنیتي ارگانونو څخه په ټولو سیمو کې د خپلو کارکوونکو په ځانگړي ډول د کرونا په وړاندې د مبارزې د کارکوونکو د ساتنې غوښتنه کوو•
همدارنگه د افغاستان د طبي شورا معاون ډاکتر اقبال امان د دغې پیښی د غندنې او غمشریکي ترڅنگ وویل : مونژ په داسې شرایطو کې قرار لرو چې تول هیوادوال باید له روغتیایي کارکونکو سره همکار وي، او په داسې شرایطو کې د روغتیایي کارکوونکو وهل ټکول ډیر متآثر عمل دې او دغه ډول عمل طبي شورا او عامې روغتیا وزارت ته منلو نده. او دغه عمل به د امنیتي ارگانونو لخوا و څیړل شې.
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷۱ مثبتې پیښې ثبت شوي چې له دې سره په ټول هیواد کې د کرونا ناروغانو شمیر ۳۵۶۳ تنو ته ورسید. چې له دې ډلې څخه ۴۶۸ تنه روغ شوي او ۱۰۶ تنه بدبختانه زموږ ګران هيوادوال مړه شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۱۲:۴۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست د ډېټابېس سیستم جوړ او پرانیستل شو

 

یاد سیستم د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست اړوند، د ډېټابېس آمریت او د روغتیا نړیوال سازمان په تخنیکي همکارۍ د شپږو میاشتو په موده کې جوړ او د ابن سینا بېړني تخصصي روغتون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۱۰:۲۴
Background image

د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال په تورخم کې د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د جوړ شوي عمري کمپ له روغتیايي خدمتونه لیدنه ترسره کړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ډاکټر محمد حسن غیاثي ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په تورخم کې د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د جوړ شوي عمري کمپ . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۱۰:۱۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د تلاسیمیا ناروغانو د وړیا درملنې مرکز پرانیسته تر سره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستيال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي  ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د تلاسیمیا ناروغانو د وړیا. . .

BACK TO NEWS