د عامې روغتیا وزارت اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

rasooli_admin
moph

د هغو متخصصینو د پام وړ چې غواړي خپل تخصص سند ترلاسه کړي.

ټولو هغو محترمو متخصصینو ته چې د ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ کلونو ترمنځ د مونوګراف او Comprehensive لومړۍ او دوهمې دورې ازموینو کې بریالي شوي وي او تر اوسه یې د تخصص سند نه وي ترلاسه کړی، خبر ورکول کېږي؛ ترڅو د خپل تخصصي سند  طی مراحلو په موخه د عامې روغتیا وزارت اکمال تخصص لوی ریاست ته مراجعه وکړي او خپل اسناد طی مراحل کړي.

نوټ: د یادونې وړ ده چې د انلاین نوملیکنې وړاندې د تخصص سند ترلاسه کولو په موخه د پیسو تحویلول لازمي دي، د پیسو د نه تحویلولو په صورت کې نوملیکنه د منلو وړ نه ده او د اسنادو طی مراحل نه ترسره کېږي.

د نوملیکنې لینک:

https://forms.gle/WsbaZ3gSxmdkkA546

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۱:۳۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت سترګو پاملرنې ګرځنده روغتیایي کمپونو خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت د سترګو پاملرنې ګرځنده ټیم به د ۱۴۰۴ کال د لیندۍ (قوس) له ۸مې نېټې څخه د قوس تر ۲۰مې نېټې پورې سمنګان ولایت ته په سفر کې اړمنو کسانو ته په لاندې برخو کې د سترګو . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۰:۵۲
Background image

عامې روغتیا وزارت اړوند د ټرینري تخصص بستونو خبرتیا !

د عامې روغتیا وزارت اړوند د ټرینري تخصص بستونو د ازموینې ګډونوال کولای شي، چې خپلې پایلې له لاندې لېنک څخه ترلاسه کړي.

https://sites.google.com/view/nexa-results-moph/home

Back to announcements