د عامې روغتیا وزیر د کونړ په مؤقت روغتون کې د زلزله‌ ځپلو د درملنې بهیر وڅاره

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۵۵
moph

د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د کونړ ولایت خاص کونړ ولسوالۍ په نظامي قرارګاه کې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنو شویو ته د عامې روغتیا وزارت له لوري په نوي جوړ شوي مؤقت روغتون کې بستر ناروغانو ته د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو له بهیر څخه لیدنه وکړه

په یاده لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر، د وروستۍ زلزلې له امله د زیانمنو شویو ناروغانو احوال له نږدې واخیست، د هغوی د روغتیا هیله یې څرګنده او له روغتیايي مسئولینو یې مننه وکړه، چې په داوطلبانه توګه د کونړ زیانمو شویو هېوادوالو ته خدمات وړاندې کوي.

د عامې روغتیا وزیر همداراز ډاډ څرګند کړ، چې زیانمنو شویو هېوادالو ته به د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.

ښاغلي وزیر دغه راز زیاته کړه، چې د خاص کونړ ولسوالۍ په نظامي قرارګاه کې یې مؤقت روغتون په دې موخه په لنډ وخت کې جوړ کړ، تر څو د زلزلې له امله زیانمنو شویو ناروغانو لومړنۍ درملنه پر وخت ترسره او بیا نورو روغتونونو ته ولېږل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۸:۵۷
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون درېم فصل، څلورويشتمه ماده اتمه فقره

 که د درملو او روغتيايي محصولاتو توریدی شرکت په انحصاري ډول درمل او روغتيايي محصولات خپلو اړوندو او عمده درملتونونو ته ووېشي او يا څو مشخصو افرادو او مراجعو ته يې داسې توزيع کړي وي چې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۸:۲۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت او یونیسف د ولایتي روغتیايي ستونزو د حل پر لارو چارو خبرې وکړې

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په خپل کاري دفتر کې د يونيسف ادارې له استازي Dr.Ali Dowelbait سره په ولایتونو کې د روغتيايي ستونزو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۵
Background image

د وزیر محمد اکبر خان په تخصصي روغتون کې د درې سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت د ۲۰۰ کیلوواټه لمریزې برېښنا سیستم نصب او د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شو

د دغه لمریزې برېښنا سیستم د پرانیستې په مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزیر محمد اکبر خان روغتون رئیس ډاکټر عنایت. . .

BACK TO NEWS