د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي فراه ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یو مسلکي او تخنیکي پلاوي په ملتیا د فراه ولایتي روغتون څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۳:۳۷
moph

 د دې لیدنی موخه د یاد روغتون د خدمتونو ارزونه، د روغتیايي پرسونل د فعالیتونو څارنه او د موجودو ستونزو په نښه کول او ورته د حل لارو پیدا کول وو، چې په ترڅ کې یې ډاکټر کریم الله حلیمي د فراه د عامې روغتیا ریاست د مرستیال، ملا دین محمد عبدالحق په ملتیا د یاد روغتون ټولې برخې له نږدې ولیدې، د روغتون له مسؤلینو، ډاکترانو، نرسانو او نورو روغتیايي کارکوونکو سره یې خبرې وکړې، د هغوی نظرونه او وړاندیزونه یې واورېدل، د خدماتو څرنګوالی یې وڅېړه او د لا ښه فعالیت په موخه یې روغتیايي کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

د نظارت رئیس همداراز، د روغتیايي کارکوونکو هڅې وستایلې او ویې ویل، د عامې روغتیا وزارت موخه د هېوادوالو لپاره باکیفیته، منظم، او پر وخت روغتیايي خدمات وړاندې کول دي او ټول روغتیايي مسؤولین او کارکوونکي باید دې موخې ته د رسېدو لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۱:۵۹
Background image

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي او مل پلاوي ننګرهار ته سفر په ترڅ کې د خوړو او درملو د کیفیت ارزونې لابراتوار له ودانۍ څخه لیدنه وکړه

د لیدنې پر مهال، چې د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد او د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین‌الله شریف هم شتون درلود، د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د ودانیزو چارو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۱:۳۸
Background image

تخار ولایت کې ۱۲ ټنه له نېټې تېر او بې‌کیفیته درمل او خوراکي توکي له منځه یووړل شول

د تخار عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امریت په تېرو درېیو میاشتو کې د پرله‌پسې نظارتونو په پایله کې‌ د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو څخه دوه ټنه له نېټې تېر درمل او لس ټنه له نېټې تېر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۰:۷
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون درېم فصل، څلورويشتمه ماده اتلسمه فقره

که د امارتي ادارو مسئولين، كاركوونكي او نور ټول هغه اشخاص چې په يو ډول امارتي ادارو سره تړاو ولري او په قاچاق کې له قاچاق كوونكي سره مرسته او يا لارښوونه وکړي، له اثباتيه دلايلو موندلو. . .

BACK TO NEWS