د اکمال تخصص د عملي ازموینې (Long case او Short case) له بهیر څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۵:۲۴
MOPH

د مخکینیو ازموینو د پروسې په دوام نن، د اکمال تخصص لوی ریاست مسؤلینو د عامې روغتیا وزارت د تخصصي روغتونونو د استادانو په همکارۍ د مرکز په تخصصي روغتونونو کې د جامع (Comprehensive) ازموینې د عملي برخې ازموینې (Long case او Short case) اخیستلو له بهیر څخه چې په کې د (وزیر محمد اکبر خان، اندراګاندي، ایمرجنسي، استقلال، د خیرخانې ۱۰۲ بستریز، رواني روغتیا، رابعه بلخي، ملالۍ ژېږنتون، جمهوریت، اتاترک، ستوماتولوژي FMIC، او نور IAM) روغتونونه شامل دي. د نصاب سره سم، په معیاري ډول د خپاره شوي مهالوېش له مخې نظارت تر سره کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۸:۴۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د ۴۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د وزیر محمد اکبر خان تخصصي او ثالثي روغتون د نیمه پاتې ودانۍ د جوړولو چارې بیا پیل شوې

په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د وزارت مرکزي رئیسانو، د وزیر محمد اکبر خان تخصصي او ثالثي روغتون مسئولینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۵۵
Background image

هلمند ولايت کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د درېو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو چارې پیل شوې

ياد مرکزونه به د روغتیايي خدمتونو د پراختیا ترڅنګ، د زرګونو اوسېدونکو لپاره د درملنې اسانتیاوې هم برابرې کړي او همدارنګه، د هلمند د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نقیب‌الله فاتح وويل: دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي په کابل کې د برچي ۱۰۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه

د دې لیدنې په ترڅ کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د یاد روغتون بېلابېلې څانګې وکتلې، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر، د ناروغانو د درملنې وضعیت، د درملو او طبي تجهیزاتو. . .

BACK TO NEWS