د عامې روغتیا وزارت او نړیوالو ادارو ترمنځ د روغتیايي خدماتو، ادغام او پالیسۍ د تطبیق بحث

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۵:۵
MOPH

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روغتیا نړیوال سازمان ، یونیسیف سازمان ، نړیوال بانک ، اسیا پراختیایي بانک، اروپایي اتحادیې، د برطانیې FCDO, او نورو بېلا بېلو نړیوالو اداراتو استازو سره مجلس تر سره کړ:

په دې مجلس کې د نړیوالو اداراتو له لوري د روغتیا په برخه کې د روغتیایي او پراختیایي خدماتو پر څرنګوالي، د روغتیا برخه کې د مرستو او منابعو په غوره مدیریت، د روغتیايي مراکزو پر ادغام او له نوې پالیسۍ سره د سمون، د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ سره سم د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو، د معافیت او واکسین برخې پیاوړتیا، د لمړیتوبونو په اساس د خدماتو تر سره کولو او په چارو کې د دوامداره همغږۍ اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د مجلس په ترڅ کې د روغتیايي خدماتو د لا مؤثریت او مثمریت په موخه شفافیت او د روغتیا وزارت لمړیتوبونو ته پاملرنه اړینه یاده کړه او د عامې روغتیا وزارت د ملي پالیسۍ اړوند یې د روغتیايي خدماتو په وړاندې کولو او د نړیوالو له لوري د شته مرستو په غوره مدیریت ټینګار وکړ، ښاغلي وزیر د تر سره شویو واکسین کمپاینونو ته په اشارې سره وویل، د واکسین تېر کمپاین، چې د شري او پولیو واکسین په ګډه تطبیق شو په غوره شکل تر سره شو او د را روانو کمپاینو لپاره باید لازم تدابیر ونیول شي، ښاغلي وزیر د BPHs او EPHS  روغتیايي کڅوړو د بیا کتنې او د یو معیاري سیستم رامنځته کولو په برخه کې د تخنیکي کمیټو اړوند یادونه وکړه ، د مجلس په جریان کې د تخنیکي همکارانو له لوري د مدغم شوي روغتیايي سیستم او د یادو شویو کڅوړو د بیا کتنې اړوند مفصل معلومات شریک شول.

په دې مجلس کې چې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان مشر ښاغلي ایډوین سینیزا، هم شتون درلود د مجلس د ګډونوالو په استازولۍ یې د عامې روغتیا وزارت سره د دوامدارې همکارۍ ډاډ څرګند کړ، نوموړي همدارنګه د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ مننه وکړه چې د روغتیایي سیستم د ښه والي لپاره نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کوي.

بل لور ته د یاد شویو اداراتو استازو د دوامداره او مؤثرې همغږۍ ژمنه وکړه او په وینا یې د عامې روغتیا وزارت له پالیسۍ او اصولو سره سم به د هېواد په داخل کې خپل خدمات تر سره کوي او په پای کې یې خپلې مشورې یې د روغتیایي کڅوړو اړوند شریکې کړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۱:۵۹
Background image

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي او مل پلاوي ننګرهار ته سفر په ترڅ کې د خوړو او درملو د کیفیت ارزونې لابراتوار له ودانۍ څخه لیدنه وکړه

د لیدنې پر مهال، چې د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد او د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین‌الله شریف هم شتون درلود، د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د ودانیزو چارو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۱:۳۸
Background image

تخار ولایت کې ۱۲ ټنه له نېټې تېر او بې‌کیفیته درمل او خوراکي توکي له منځه یووړل شول

د تخار عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امریت په تېرو درېیو میاشتو کې د پرله‌پسې نظارتونو په پایله کې‌ د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو څخه دوه ټنه له نېټې تېر درمل او لس ټنه له نېټې تېر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۰:۷
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون درېم فصل، څلورويشتمه ماده اتلسمه فقره

که د امارتي ادارو مسئولين، كاركوونكي او نور ټول هغه اشخاص چې په يو ډول امارتي ادارو سره تړاو ولري او په قاچاق کې له قاچاق كوونكي سره مرسته او يا لارښوونه وکړي، له اثباتيه دلايلو موندلو. . .

BACK TO NEWS