عامې روغتيا وزارت له لوري د بدخشان ولایتي روغتون ظرفیت له ۱۲۰ بسترونو څخه ۲۵۰ بسترونو ته لوړ شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۵:۳۱
 moph

 د بدخشان د عامې روغتيا مرستيال، نذير احمد نذر وويل، د دې روغتون په پراخېدو سره موږ کولای شو ګڼې تخصصي برخې فعالې کړو، چې په کې د غوږ، پوزې او ستوني، سترګو، ارتوپیدي، جلدي، د اعصابو جراحي، د سوځېدنې او رواني روغتیا څانګې شاملې دي.

همداراز، د ولایتي روغتون رئيس، ډاکټر شفيق همدرد وويل، چې د ظرفیت له لوړولو وړاندې ياد روغتون له جدي ستونزو سره مخ و او د بسترونو د کموالي له امله به ځینې ناروغان د تخصصي درملنې لپاره نورو ولایتونو، په ځانګړي ډول کندز ولايت ته استول کېدل، چې اوس به دا ستونزه حل او ناروغانو ته به ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.

دغه راز، د بدخشان اوسېدونکو د روغتون له ظرفیت لوړولو هرکلی وکړ او هیله یې وښوده، چې له دې سره به د روغتیايي خدمتونو کیفیت لا ښه شي.

د یادونې وړ ده، چې د بدخشان ولایتي روغتون د ياد ولايت په کچه یوازینی مجهز روغتون دی، چې هره ورځ ورته سلګونه ناروغان، په ځانګړي ډول له لرې پرتو ولسوالیو مراجعه کوي او اړين روغتيايي خدمتونه ورته وړاندې کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۶
Background image

د فراه ولایت د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره د ۱۱۸ زره ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د فراه ولایت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له Relief International مؤسسې سره د (۱۱۸،۰۷۹) یو سل اتلس زره او نهه اویا ډالرو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۸:۲۹
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون لومړی فصل، اوولسمه ماده شپاړسمه فقره:

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون لومړی فصل، اوولسمه ماده شپاړسمه فقره:

وارداتي شرکتونه مکلف دي، د درملو او روغتیايي توکو د لېږد پر مهال د ترانسپورت له. . .

BACK TO NEWS