د عامې روغتیا وزارت له لوري د دایکندي ولایت د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا او پراختیا په موخه له BARAN مؤسسې سره تړون لاسلیک شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۳:۴۶
MOPH

د عامې روغتیا وزارت له لوري د دایکندي ولایت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له  Bu Ali & Rehabilitation Aid Network- BARAN مؤسسې سره د (۴۳۱۴۳۱۳) څلور میلیونه درې سوه څوارلس زره درې سوه دیارلس ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو

دا تړون د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د یو کال لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د یاد ولایت (۵۶۹۲۱۳) تنه اوسېدونکي د ۵۵ روغتیايي مرکزونو او ۳۷۳ روغتیايي ځالو (FHH) له لارې له اساسي روغتیايي خدماتو برخمن او (۱۳۷۷) تنو ته به په روغتیايي برخه کې د کار زمينه هم برابره شي.

بل لور، د BARAN مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د یو کال په ترڅ کې د ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۵:۶
Background image

محترم قاری عبدالولی صدیقی معين مالی و اداری وزارت صحت عامه، نشستی را با مسوولان و انجینران آمریت انجینری بایومدیکل این وزارت برگزار کرد

در این نشست که مولوی محمد داوود منصوری، رئیس روابط بین‌الملل، هماهنگی و انسجام کمک‌ها و شیخ محمد سخی داد عرفان، رئیس اداری این وزارت نیز اشتراک داشتند، محترم معین مالی و اداری به. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۴۱
Background image

وزارت صحت‌عامه با مؤسسه BARAN قرارداد بیش از ۴.۳ میلیون دالری را برای توسعه خدمات صحی در ولایت دایکندی امضا کرد

وزارت صحت‌عامه به منظور تقویت و گسترش خدمات صحی برای باشنده گان ولایت  دایکندی، قراردادی را به ارزش ۴ میلیون و ۳۱۴ هزار و ۳۱۳ دالر امریکایی با مؤسسه Bu Ali & Rehabilitation Aid Network. . .

BACK TO NEWS