د فراه ولایت د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره د ۱۱۸ زره ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۶
MOPH

د عامې روغتیا وزارت له لوري د فراه ولایت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له Relief International مؤسسې سره د (۱۱۸،۰۷۹) یو سل اتلس زره او نهه اویا ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو

دا تړون د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د یو کال لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د فراه ولایت (۲۸۲۵۵) تنه اوسېدونکي له تغذیي خدماتو برخمن او (۲۴) تنو ته به په روغتیايي برخه کې د کار زمينه هم برابره شي.

بل لور، د Relief International مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د یو کال په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

ریاست ارتقای ظرفیت وزارت صحت‌عامه، به‌منظور ارتقای ظرفیت‌های مسلکی و اداری کارمندان، دو برنامه آموزشی جداگانه را برگزار کرد

در این برنامه‌ها، برای ۲۲ کارمند اداری ریاست‌های تفتیش داخلی، صحت محیطی، برنامه ملی تداوی معتادین و ریاست تنظیم شورای نرسنگ و قابله‌گی، آموزش دو روزه اداری و برای ۴۴ کارمند مسلکی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

محترم مولوی نور جلال جلالی وزیر صحت‌عامه ا.ا. افغانستان، و هیئآت همراهش؛ از بخش‌های مختلف شفاخانه تخصصی اندرا گاندی دیدار کرد

محترم وزیر صحت‌عامه از بخش نرسری، بخش پذیرش و بخش HDU این شفاخانه دیدار نموده و وضعیت عمومی بخش‌های یادشده، روند ارائه خدمات و امکانات موجود را از نزدیک ارزیابی کرد.

همچنان محترم وزیر. . .

BACK TO NEWS