په سمنګان او لغمان ولایتونو کې له خصوصي روغتیايي سکتور او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو
د سمنګان او لغمان ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو د څارنې او پلټنې مسؤلینو له خصوصي روغتیايي سکتور او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې پایله کې يې سمنګان ولایت کې ۲۹ کارټنه خوراکي توکي او لغمان ولایت کې ۲۲ قلمه درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته ولېږدول شول.
