دعامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین دملګروملتونو دسرمنشي له مرستیال سره لیدنه وکړه
۱۴۴۴/۷/۲
په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو پر دوام، لا زیاتې همغږۍ او د اړوند نړیوالو موسسو په همکارۍ بحث او خبرې وشوې.
د عامې روغتیا وزارت ښاغلي معین، مولوي محمد اسحق صاحبزاده د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال، مارتین ګرېفتس او ورسره مل پلاوي خبرې او وړاندیزونه واورېدل او له هغوۍ یې وغوښتل چې ملګري ملتونه او نړیوالې موسسې باید د عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ خپلې برنامې تنظیم او خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال، مارتین ګرېفتس د بشري مرستو پر دوام، د دوۍ د همکارۍ پر زیاتوالي او د لا ښې همغږۍ ټینګار وکړ.
ښاغلي معین د ملګرو ملتونو د مرستو له دوام مننه وکړه او له دوی سره یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.