د شمال زون ولایتونو د بېلا بېلو ریاستونو او ادارو کارکوونکو ته د چارو د ښه تنظیم او ظرفیت لوړولو په موخه لس ورځنې ټریننګ ترسره شو

یاد ټریننګ د عامې روغتیا وزارت د ارتقاء ظرفیت او مالي ریاستونوله لوري په مزار شریف کې د شمال زون ولایتونو د بېلا بېلو ریاستونو او اداراتو ۱۵۰ تنو کارکوونکو ته د چارو د ښه تنظیم او ظرفیت لوړونې په موخه د معاشونو تنظیم، د بودیجې لپاره د پلان جوړول، اداراتو ته د لیکنو استول، تادیاتو، د مسلکي کسانو د ګمارنې، د چارو د غوره ارزونې او د IPC په برخو کې وړاندې شو؛ تر څو په ادارتو کې هېوادوالو ته د خدمتونو وړاندې کېدو معیار لا ښه او چارې په سمه توګه ترسره شي.
د یادونې وړ ده، چې په راتلونکي کې به هم د ټریننګونو دا لړۍ د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو دوام ولري.