په خوست ولایت کې د خصوصي سکتور څخه نظارت تر سره شو
د خوست ولایت عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري د اسمعیل خېلو ولسوالۍ له یو شمېر خصوصي کلینیکونو، غاښونو کتنځایونو او درملتونونو څخه نظارت ترسره شو، چې په پایله کې یې له یو شمېر درملتونونو څخه ۱۷ قلمه له نېټې تېر درمل او د ځینو لابراتوارونو څخه له نېټې تېر سټرېپونه او ریجنټونه راټول او منځه یوړل شول.
همداراز یو د غاښونو کتنځای او یو درملتون د قانونې جواز د نه شتون له امله وتړل شول.