پکتیا کې له یو شمېر درملتونونو او خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت تر سره شو

دغه نظارت چې د پکتیا ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټڼې مسؤلینو له لوري تر سره شو، پایله کې یې د یاد ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له یو شمېر درملتونونو څخه ۵۶ قلمه له نېټې تېر درمل او د خوراکي توکو له پلورنځیو څخه ۳۸ قلمه خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګدام ته ولېږدول شول.