د روغتیایي خدماتو مرستیال د عاجل ابنسینا روغتون خدمات و ارزول
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي تېر ماښام په عاجل ابن سینا روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو له بهیر څخه لیدنه ترسره او له روغتیايي کارکوونکو سره یې روژه ماتی وکړ:
د دغې لیدنې په ترڅ کې د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال د روغتیايي کارکوونکو هڅې وستایلې او لازمې لارښوونې یې ورته وکړې، چې د ناروغانو د ستونزو په حل او د روغتیایي خدماتو کیفیت لوړولو کې لا زیاتې هڅې ترسره کړي.
ښاغلي مرستیال وویل: «هر روغتیايي کارکوونکی مکلف دی، چې خپل ایماني او وجداني مسؤلیت په غوره ډول اداء کړي او خپلې دندې په بشپړ صداقت سره ترسره کړئ.»
همدارنګه، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال له ناروغانو او مراجعینو سره هم لیدنه وکړه، د هغوی غوښتنې یې واورېدې او د بشپړې پاملرنې ډاډ یې ورکړ.
