د پکتیا او بامیان اوسېدونکو لپاره د رواني او ټولنیزو خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۲۳
MOPH

د عامې روغتیا وزارت له لوري د پکتیا او بامیان ولايتونو اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له ډایوو (DAWEO) مؤسسې سره د (۱۴۵۰۴۸) یو سل پنځه څلوېښت زره او اته څلوېښت ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو:

دا تړون د یو کال لپاره لاسليک شو، چې له مخې به يې په بامیان ولایت کې د روږدو درملنې د دريو مرکزونو او پکتیا ولایت کې د دوو روغتیايي مرکزونو له لارې د دې ولايتونو اوسېدونکو ته د رواني او ټولنیز ملاتړ  (PSS) خدمتونه وړاندې کېږي.

دغه تړون د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه لاسليک شو، چې په پلي کېدو سره به یې د پکتیا او بامیان ولایتونو (۴۱۲۰) تنه اوسېدونکي د رواني او ټولنیز ملاتړ خدمتونو برخمن او ۱۴ تنو ته به په روغتیايي برخه کې د کار زمينه هم برابره شي.

بل لور، د ډایوو (DAWEO) مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د یو کال په ترڅ کې د ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۳:۲۵
Background image

یک باب لابراتوار مجهز برای تشخیص بیماری های ملاریا  در شفاخانه حوزوی بلخ فعال شد

این لابراتوار به شکل مجهز و معیاری با حمایت ریاست صحت‌عامه ولایت بلخ، برای تشخیص بیماری های ملاریا در شفاخانه حوزوی بلخ فعال گردید که گام مهمی در راستای تشخیص دقیق و به‌موقع بیماری. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۸
Background image

امضای قرارداد ۱۱۸ هزار دالری برای تقویت و گسترش خدمات صحی در ولایت فراه

وزارت صحت عامه با هدف تقویت و گسترش خدمات صحی برای باشندگان ولایت فراه، با مؤسسه Relief International قرارداد به ارزش (۱۱۸,۰۷۹) یکصد و هجده هزار و هفتاد و نه دالر به امضا رسانید.

این. . .

BACK TO NEWS