د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین د زابل ولایت له روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه ترسره کړه

akbari_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۶ - ۱۵:۲۹
د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین د زابل ولایت له روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه ترسره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین، مولوي محمد اسحق صاحبزاده زابل ولایت ته د سفر په ترڅ کې د مرکز قلات په ګډون د شاجوې، دایچوپان، خاک افغان ولسوالیو روغتیايي مرکزونو او ولایتي روغتون څخه لیدنه ترسره کړه.

مالي او اداري معین د یادو روغتیايي مرکزونو د روغتیايي کارکوونکو له هڅو او کوښښونو قدردانی وکړ او ویې ویل، له ټولو موجوده امکاناتو څخه په ګټې اخيستنې باید ولسونو ته عادلانه معیاري روغتیايي خدمات وړاندې شي.

ښاغلي معین همداراز د یادو روغتیايي مرکزونو څخه د لیدنې پر مهال د روغتیايي مسئولینو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د حل ژمنه یې وکړه.

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت ژمن دی؛ څو د هېواد ټولو وګړو ته معیاري عادلانه روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۴:۴۵
Background image

۱۳ پروژه بازسازی مراکز صحی و ترمیم ۲۲ منبع آبی در ولایت غور با موفقیت تکمیل شد

در ولایت غور، ۱۱ مرکز صحی در ولسوالی‌های الفاروق، ساغر، پسابند و لعل و سرجنگل پس از بازسازی کامل فعالیت خود را از سر گرفتند. این بازسازی شامل ترمیم بخش‌های معاینه، نسایی-ولادی، مراکز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۴:۷
Background image

از سکتور صحی خصوصی و فروشگاه‌های مواد خوراکی در ولایت کنر نظارت صورت گرفت

این نظارت از سوی مسئولان نظارت و بررسی ریاست صحت عامه در مرکز و ولسوالی‌های این ولایت صورت گرفت، که در نتیجهٔ آن، مقدار ۷۶۰ کیلوگرام ادویه و مواد خوراکی تاریخ‌گذشته جمع‌آوری گردیده و به. . .

BACK TO NEWS