د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي د هلمند ولایت د عامې روغتيا ریاست مسئولینو او په دې ولايت کې د روغتيايي خدمتونو د تطبیق کوونکو مؤسسو له استازو سره لیدنه ترسره کړه
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي د هلمند ولایت د عامې روغتيا ریاست مسئولینو او په دې ولايت کې د روغتيايي خدمتونو د تطبیق کوونکو مؤسسو له استازو سره لیدنه ترسره کړه
په دې لیدنه کې د هلمند عامې روغتیا ریاست مسئولینو د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو اړوند پرزنټېشن وړاندې او د خدمتونو په اړه یې معلومات د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد سره شریک کړل.
د هلمند عامې روغتیا ریاست مسئولینو د خپلو فعالیتونو اړوند د معلوماتو د وړاندې کولو پرمهال وویل، چې هلمند ولایت پخوا ۷۸ روغتیايي مرکزونه لرل او د اسلامي امارت له راتګ وروسته اوس الحمدلله ۲۵۲ روغتیايي مرکزونه لري، همدارنګه د هلمند بست ولایتي روغتون له ۱۵۰ بسترونو څخه ۵۵۰ بسترونو ته ارتقاء موندلې او همدارنګه ۱۵ بستریزه معیاري د جدي څارنو خونې (ICU) په کې جوړه شوې ده.
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د هلمند ولايت د عامې روغتیا مسئولین او د روغتیايي خدمتونو د تطبیق کوونکو مؤسسو استازي د ولس لا ښه خدمت، معیاري او عادلانه روغتیايي خدمتونو ته وهڅول.