د پروان ولایت په مرکز چاریکار ښار کې له یو شمېر درملتونونو او پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو
ياد نظارت د پروان عامې روغتیا رئیس، ډاکټر نیاز محمد مخلص او مل ټیم له لوري د چاریکار ښار اړوند یو شمېر درملتونونو او پلورنځیو څخه تر سره شو.
په دې نظارت کې ۶۱ قلمه بېلا بېل له نېټې تېر او غیر مجاز درمل، ۱۲ قلمه بېلا بېل روغتيايي وسایل او ۲۰ قلمه بېلا بېل له نېټې تېر او بې کیفیته خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه د پروان ولایت عامې روغتیا ریاست ته ولېږدول شول.
