د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

د اکمال تخصص د ټرینرۍ ازموینې محترمو نوماندانو د پام وړ:

ټاکل شوې ده چې د ۱۴۰۵ هـ ش کال د اکمال تخصص ټرینرۍ ازموینه، د ازموینو ملي ادارې په همکارۍ واخیستل شي. هغه متخصصین چې د یادې ازموینې لپاره یې په حضوري ډول د اکمال تخصص لوی ریاست د ازموینو آمریت کې نوملیکنه کړې ده، خبر ورکول کېږي چې د ازموینو ملي ادارې د اعلان شوي مهالوېش او د رشتو له مخې به د ټرینرۍ ازموینې بایومټریک د ثور میاشتې په ۵ او ۷ نېټه ترسره شي

له همدې امله نوماندان باید د بایومټریک پروسې بشپړولو او د ازموینې د کارت ترلاسه کولو لپاره په یادو نېټو د ازموینو ملي ادارې د خبرتیا له مخې ټاکل شوي ځای ته مراجعه وکړي.

همدارنګه، هغه نوماندان چې تر اوسه یې ایمیل نه دی ترلاسه کړی، باید په یادو نېټو ټاکلي ځای ته د ازموینې د کارت اخیستلو او بایومټریک پروسې بشپړولو لپاره حاضر شي؛ تر څو له ازموینې څخه بې‌ برخې نه شي.

د اړتیا په صورت کې کولای شي، چې د اکمال تخصص لوی ریاست له دې (0788209637) شمېرې سره اړیکه ونیسي او یا پیغام پرېږدي.

آخرین اطلاعیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۵۳
Background image

اطلاعیه وزارت صحت عامه!

موضوع: در مورد عدم استفاده از دواهای جعلی JAKAVI (Ruxolitinib)

براساس هشدار شماره دوم سال ۲۰۲۶ سازمان صحی جهان (WHO)، سه بیچ از دواهای جعلی JAKAVI (Ruxolitinib) در کشورهای ایران، ترکیه . . .

Back to announcements