د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتيا!

rasooli_admin
MOPH

د ۱۴۰۵ هـ ش کال د اکمال تخصص پروګرام د ټرینري ازموینې درنو نوماندانو ته خبر ورکول کېږي، چې د د ۱۴۰۵ هـ ش کال د اکمال تخصص پروګرام د ټرینرۍ ازموینه به د ازموینو ملي ادارې په همکارۍ د روان کال د ثور میاشتې په ۶ او ۸ نېټه واخیستل شي.

هغه محترم متخصصین چې د یادې ازموینې لپاره یې په حضوري ډول د اکمال تخصص لوی ریاست د ازموینو امریت کې نوم لیکنه کړې ده؛ د ازموینو ملي ادارې د خبرتیا له مخې به د خپل ایمیل ادرس له لارې د ازموینې اړوند لازم معلومات تر لاسه کړي.

نو له محترمو متخصصینو څخه هیله کېږي، چې د بایومټریک او ازموینې وخت د ډاډ ترلاسه کولو لپاره د ازموینو ملي ادارې وېب‌ سایټ او خپل ایمیلونه وګوري؛ څو له یادې ازموینې څخه محروم نه شي.

یادونه: د اړتیا په صورت کې کولای شي، چې د اکمال تخصص لوی ریاست له دې (0788209637) شمېرې سره اړیکه ونیسي او یا پیغام پرېږدي.

د اکمال تخصص لوی ریاست

۲/۲/۱۴۰۵ هـ ش

۵/۱۱/۱۴۴۷ هـ ق

آخرین اطلاعیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۵۳
Background image

اطلاعیه وزارت صحت عامه!

موضوع: در مورد عدم استفاده از دواهای جعلی JAKAVI (Ruxolitinib)

براساس هشدار شماره دوم سال ۲۰۲۶ سازمان صحی جهان (WHO)، سه بیچ از دواهای جعلی JAKAVI (Ruxolitinib) در کشورهای ایران، ترکیه . . .

Back to announcements