بامیان ولایت کې د خصوصي روغتیايي سکټور او د خوراکي توکو له یو شمېر پلورنځیو څخه نظارت تر سره شو
یاد نظارت د بامیان ولایت عامې روغتیا ریاست د خوړو او درملو آمریت نظارتي تیمونو له لوري له ۳ نانوایانو او د خوراکي توکو له ۷ عمده پلورنځیو څخه تر سره شو، چې پایله کې ۱۵ قلمه له نېټې تېر خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګدام ته ولېږدول شول.
همداراز، د خوراکي توکو پلورنکو ته د حفظ الصحې د مراعتولو او خوړو خوندیتوب په اړه لازمې سپارښتنې وشوې.
