ټول خبرونه
د عامې روغتیا وزیر د کونړ د شېګل ولسوالۍ د لچي سیمې روغتیايي مرکز ته مجهز امبولانس وسپاره
د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي کونړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د شېګل ولسوالۍ د لچي سیمې له قومي مخورو سره ليدنه تر سره او د يادې سیمې روغتيايي مرکز ته يې. . .
په قزاقستان کې د طبي تجهیزاتو د تولید او تخنیکي همکاریو پراختیا په موخه لیدنې ترسره شوې
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد او مل پلاوي قزاقستان هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې د درملو او روغتيايي محصولاتو د کیفیت کنټرول لابراتوار او د طبي. . .
د باکتریالوژي کلچر او انټي بیوګرام پنځه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو
د عامې روغتیا وزارت د مرکزي لابراتوارونو امریت له لوري د لابراتواري خدمتونو د کیفیت لوړولو او د مکروب ضد درملو پر وړاندې د مقاومت (AMR) تشخیص او کنټرول په موخه، د باکتریالوژي کلچر او. . .
د خوړو او درملو معينيت مسؤلينو ته د تنظیمي اصطلاحاتو په اړه د ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرام ترسره شو
ياد پروګرام د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له لوري د تنظیمي اصطلاحاتو سره بلدتیا» تر عنوان لاندې د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت ریاست ۳۵ تنو مسؤلینو،. . .
د عامې روغتیا وزارت په اندراګاندي تخصصي او ثالثي روغتون کې د روان کال په بهير کې ۴۹۷۵ لوی او واړه جراحي عملیات ترسره شوي دي
په ترسره شویو عملیاتو کې ۳۵۹۳ لوی او ۱۳۸۲ واړه جراحي عملیات شامل دي، چې ټول د افغان متخصصو او تجربهلرونکو ډاکټرانو له لوري ترسره شوي دي.
همدارنګه، په یاد روغتون کې ۱۴۱۷۸۹ ناروغانو ته. . .
د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د ۴۴ میلیونه افغانیو په لګښت د يو عمومي روغتون (GH) د جوړېدو ډبره کېښوده
په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د ننګرهار مرستیال والي مولوي غلام الرحمن حیدري، د عامې روغتيا وزارت د مقام د دفتر لوی رئيس شيخ محمد طاهر حليم، د ولایت د مقام سلاکار مولوي شمس العارفین،. . .
د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت ریاست له لوري ۱۱ نوې بهرنۍ کمپنۍ او ۷۰ قلمه درمل ثبت شول
ياد رياست د ۱۴۰۵ هـ ش کال د میزان میاشتې په ترڅ کې د وارداتي درملو، کورنیو تولیداتو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت او د اسنادو د مدیریت سیستمونو ښهوالي برخو کې خپلو فعالیتونو ته. . .
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت کې د اړتیاوو ثبت او پلان جوړونې په اړه روزنیز ورکشاپ ترسره شو
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت په عمومي تالار کې د راتلونکي مالي کال لپاره د اړتیاوو د کره ثبت او تدارکاتي پلان د ترتیبولو لارښود په اړه یو ورځنی روزنیز ورکشاپ د یاد معینیت. . .
د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي کونړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې له قومي مخورو سره لیدنه وکړه
په دې لیدنه کې چې د عامې روغتيا وزارت د مقام د دفتر لوی رئيس، الحاج شيخ محمد طاهر حليم، د کونړ د عامې روغتيا رئيس قاري مظفر خان مخلص او يو شمېر نورو مسؤلينو شتون درلود، قومي مشرانو د. . .
