خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

د بغلان ولایت ټولو اوسېدونکو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت د سترګو پاملرنې ګرځنده ټیم به د ړوندوالي کچې راکمولو په موخه د ۱۴۰۵/۴/۱۴ نېټې څخه تر ۱۴۰۵/۴/۲۵ پورې یاد ولایت ته سفر وکړي او اړمنو کسانو ته په لاندې برخو کې وړیا د سترګو روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي:

د سترګو د پردې (کترکت) ۴۰۰ جراحي عملیات

د مطالعې لپاره د ۸۵۰ عدده د نږدې لید عینکو وېش.

د ۴۵۰۰ څخه تر ۵۵۰۰ تنو ناروغانو درملنه او ورته د لازمو درملو وېش.

له همدې امله، هغو هېوادوالو څخه چې په بغلان ولایت کې اوسېږي او د سترګو له ستونزو سره مخ دي، غوښتنه کېږي چې په ټاکل شوې موده کې د بغلان عامې روغتیا ریاست ته مراجعه وکړي او له دې وړیا روغتیایي خدمتونو څخه ګټه واخلي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۸:۱۷
Background image

د طبي شورا اړوند د ایګزیت ازموینې د نوم لیکنې خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت اړوند طبي شورا عمومي رياست د فعاليت جواز (اېګزيټ) ازموينې د نوم ليکنې خبرتيا!

https://nexa.gov.af/ps/exit-reg

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت خبرتیا!

موضوع: د JAKAVI (Ruxolitinib) تقلبي درملو د نه کارونې په اړه

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ۲۰۲۶ کال د دویمې شمېرې خبرداري پر بنسټ، د JAKAVI (Ruxolitinib) درې بېچه جعلي (تقلبي) درمل په . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۰:۵۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت خبرتیا!

موضوع: د ځینو کانټراسټ (Contrast) انجکشني درملو د نه کارونې په اړه!

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ۲۰۲۶ کال د لومړۍ شمېرې خبرداري پر بنسټ، د GE Healthcare Ireland Limited شرکت له لوري . . .

Back to announcements