د عامې روغتیا وزارت د پلټنې پلاوي د هرات روغتونونو څخه نظارت ترسره کړ

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۱۳
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو تطبیق او پلټنې رئيس مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي هرات ته د سفر په ترڅ کې دغه ولايت کې له حبيب يار، لقمان حکیم او مفيد روغتونونو څخه نظارتونه ترسره کړل

د يادو نظارتونو پر مهال د روغتیايي خدمتونو کیفیت، ناروغانو ته د خدمتونو وړاندې کولو بهیر، د روغتیايي کارکوونکو شتون او کاري نظم، د درملو او طبي تجهیزاتو موجودیت او مدیریت، د لابراتوارونو وضعیت، د واکسیناسیون خدمات، حفظ‌الصحه، د مور او ماشوم روغتیايي خدمتونه، د ثبت او راپور ورکولو سیستم، د روغتونونو پاکوالی او د انتاناتو د کنټرول اصول د روغتيا وزارت له معیارونو سره سم وارزول شول او د خدمتونو پر کیفیت، د ساری ناروغیو د کنټرول مسلکي اصولو په رعایت، له شته امکاناتو څخه پر اغېزمنې ګټې اخیستنې او مراجعینو ته د معیاري خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وشو.

همدارنګه، ياد پلاوي له مراجعینو او روغتیايي کارکوونکو سره لیدنې وکړې، د خدمتونو د کیفیت، د کارکوونکو چلند او شته ستونزو په اړه یې د هغوی نظرونه او وړاندیزونه واورېدل او پر حساب ورکوونه، شفافیت او د مراجعینو د حقونو په رعایت یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۳۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د اندراګاندي د ماشومانو درملنې ملي او تخصصي روغتون کې د ټیلي‌مډیسن پروګرام انلاین مشورتي غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې، چې د ټیلي‌مډیسن پروګرام مسؤلینو او د مرکزي او ولایتي روغتونونو د ارتوپیدي متخصصینو او ټرینرانو ګډون کړی و، د ارتوپیدي ناروغانو د درملنې په موخه انلاین مشورې وړاندې او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۲۴
Background image

د کابل په یو شمېر درملتونونو کې د نظارت پر مهال بې‌کیفیته درمل راټول او سرغړوونکي درملتونونه وتړل شول

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د څارنې او پلټنې مسؤلینو د کابل ولایت چهارآسیاب ولسوالۍ او شلمې ناحیې کې له یو شمېر درملتونونو څخه نظارت ترسره کړ

د دې نظارت په پایله کې د GS. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۱۷
Background image

د وچو مېوو پروسس‌کوونکو لپاره د خوړو خوندیتوب روزنیز پروګرام ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د خوړو خوندیتوب لوی ریاست له لوري د وچو مېوو پروسس‌کوونکو د ظرفیت لوړونې او د خوړو د خوندي صادراتي محصولاتو د ودې په موخه یو ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

په دې. . .

BACK TO NEWS