د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون لومړی فصل، اتلسمه ماده لومړۍ فقره
ټرانسپورتي شرکتونه نه شي کولای د شرکتونو او اشخاصو هغه خوراکي توکي، درمل او روغتیايي محصولات او خام توکي انتقال او افغانستان ته یې وارد کړي چې د سوداګرۍ رسمي جوازلیک او همدارنګه د عامې روغتیا له وزارت څخه د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د ورادولو اجازه لیک ونه لري.
