د سمنګان ولایت د دوو روغتونونو لپاره د لمریزې برېښنا پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۲
moph

د سمنګان ولایت د دره صوف بالا او دره صوف پایین ولسوالیو روغتونونو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم دوه پروژې د (UNDP) په مالي ملاتړ سره د درې سوه زره (300,000) امریکایي ډالرو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

په دې پروژو کې د دره صوف پایین ولسوالۍ په شل بستریز روغتون او د دره صوف بالا ولسوالۍ ۳۰ بستریز روغتون کې د ۱۰۰ کیلو واټو په ظرفیت د لمریزې برېښنا سیسټم نصب شوی دی.

د لمریزې برېښنا په دې سیسټم کې په هر مرکز کې ۱۸۰ سولرې، د ۲۰ کیلو واټو په ظرفیت ۵ انورتر او د ۱۰ کیلو واټو په ظرفیت ‍۱۸ بیټرۍ شاملې دي، چې د سیمې له (۱۵۰,۰۰۰) څخه زیاتو اوسېدونکو ته د اړتیا وړ برېښنا برابروي.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د UNDP او سیمه ییزو ادارو مسؤلینو او استازو هم د زیربنایي پروژو په اهمیت او د روغتیايي خدمتونو په ښه والي کې د هغې په ارزښت تینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۵
Background image

د محصلینو او زده‌کوونکو لپاره د نشه‌يي توکو د کارونې مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ملي برنامې له لوري د محصلینو او زده‌کوونکو د پوهاوي کچې لوړولو او نشه‌يي توکو ناوړه پدیدې پر لور د ځوانانو د تمایل مخنیوي په موخه، رازي د طبي علومو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۳۹
Background image

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د روغتیا ملي ستراتیژۍ د ستراتیژیک (تطبیقي) پلان په اړه ناسته ترسره شوه

دغه ناسته، چې د عامې روغتیا وزارت د قدرمنو مرستیالانو، مرکزي رئیسانو او تخنیکي مشاورینو په حضور کې ترسره شوه، په ترڅ کې یې د عامې روغتیا وزارت د ستراتیژۍ د تطبیقي پلان او روغتیا ملي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۷
Background image

د پنجشېر ولایت د روغتیايي مرکزونو ۳۶ کارکوونکو ته د مورزادي ناروغیو لرونکو نویو زېږېدلو ماشومانو د پاملرنې روزنه ورکړل شوه

د پنجشېر ولایت د روغتیايي مرکزونو ۳۶ تنو کارکوونکو ته د مورزادي ناروغیو (Congenital Anomalies) لرونکو نویو زېږېدلو ماشومانو د پاملرنې په اړه دوه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

دغه. . .

BACK TO NEWS