د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا وزارت سرپرست د سویلي آسیا د عامې روغتیا وزیرانو په ناسته کې ګډون وکړ

Panah_moph
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۳۰ - ۲۰:۲۲
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا وزارت سرپرست د سویلي آسیا د عامې روغتیا وزیرانو په ناسته کې ګډون وکړ

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح؛ نن د سویلي آسیا هېوادونو د عامې روغتیا وزیرانو په غونډه کې چې په انلاین ډول جوړه شوې وه ګډون وکړ.

دغه غونډه د کورونا ویروس سره د مبارزې او مدیریت د څرنګوالي په برخه کې د سویلي آسیا هېوادونو تجربو شریکولو په پار په لاره اچول شوې وه. د سویلي آسیا هېوادونو د وزیرانو غونډه د هند لومړي وزیر ښاغلي نارندرا مودي په مشرۍ ترسره شوه.

ښاغلي نارندرا مودي د غونډې پرانیستې ته وینا وکړه او د کرونا ویروس بحران سره د مبارزې او مدیریت کولو برخه کې د سویلي آسیا هېوادونو د بریا ستاینه یې وکړه.

همدرانګه د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح، په دې غونډه کې د کورونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ او دویمه څپه کې د افغانستان د روغتیا سکتور د تجربو او لاسته راوړنو څرنګوالی شریک کړ او ویې ویل: هغه ننګونې چې د عامې روغتیا وزارت درلودې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د رهبري په ملاتړ سره و کولای شول چې د کورونا ویروس په بریالیتوب سره مدیریت کړي.

ډاکټر مجروح وویل: چې د کورونا ویروس بحران مدیریت د افغانستان او سیمې د روغتیا سکتور لپاره یوه ښه تجربه او فُرصت و او موږ له دې تجربې څخه زده کړل چې څنګه د نورو اېپدیمیانو سره چې په راتلونکي کې که پیل شي مبارزه وکړو.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر د سیمې هېوادونو د همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او د خپرېدونکو ویروسونو په ځانګړي توګه د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې د دوی رول مهم وباله.

په ورته وخت کې، د دې غونډې په دوام ښاغلي مودي د سیمې هېوادونو د اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا لکه: د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې د تخنیکي همکاریو پیاوړي، اسانه کولو لپاره د دې حوزې هېوادونو د ډاکټرانو لپاره د اضطراري ویزو صادرول، د هوایي امبولانس په برخه کې د سیمه ییز ملکي هوایي چلند همکاري، د معلوماتو بانک د رامینځته کولو په برخه کې د سیمه ییز پلېټفارم رامینځته کول، په ګډه د موردي مطالعاتو او څېړنو په لاره اچول، د عصري ساینس او ​​ټکنالوژۍ پراساس د سیمه ییزې ایپیډیمولوژۍ شبکې د رامینځته کولو په اړه خپل وړاندیزونه وړاندې کړل.

دغه راز د عامې روغتیا سرپرست وزیر د افغانستان له دولت سره د هند دوست هېواد د همکاریو او په ځانګړي ډول د کورونا ویروس د بحران پرمهال او د 500 زره دوزه واکسین له مرستې مننه وکړه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۲ - ۱۶:۴۷
Background image

برای نخستین بار روند تداوی تعویضی معتادان مواد مخدر در کشور آغاز شد

داکتر وحید مجروح سرپرست وزارت صحت عامه کشور، امروز بخش تداوی تعویضی معتادان مواد مخدر و بخش عاجل شفاخانه هزار بستر تداوی معتادان مواد مخدر ابن سینا را افتتاح و به بهره بردای سپرد. هم. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۱ - ۱۷:۱۳
Background image

چگونگی تطبیق واکسین کرونا در نشستی مورد ارزیابی قرار گرفت

داکتر وحید مجروح سرپرست وزارت صحت‌عامه در نشستی از طریق ویدیو کنفرانس چگونگی تطبیق واکسین کرونا به پرسونل صحی را در مرکز و ولایات با مسوولان موسسات تطبیق کننده و رییسان صحت‌عامه ولایات. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۰ - ۲۰:۶
Background image

نتایج ارزیابی بانک جهانی در پیوند به پروژه‌های صحی مورد بحث قرار گرفت

داکتر وحید مجروح سرپرست وزارت صحت عامه، امروز نتایج ارزیابی بانک جهانی را که از سوی این بانک در پیوند به پروژه های صحتمندی و پاسخدهی به کووید-19 صورت گرفته است مورد بحث قرار دارد.

داکت. . .

BACK TO NEWS